BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د طالبانو حکومت: شپږ میاشتو کې مو له ۱۲۵۰۰ ډېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي
د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت وروستیو شپږو میاشتو کې په دغه هېواد کې د نږدې ۸ زره ۷۵۰ جرمي پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی دی. د دغه وزارت ویاند پنجشنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په دې موده کې ۱۲ زره ۵۴۰ کسان د جنايي پېښو او ۱۷۲ د اختطاف په تور نیولي دي. مفتي عبدالمتین قانع وویل په دې موده کې ۲۱ سړي تښتوونکي وژل شوي او ۱۸ کسان له تښتوونکو ژغورل شوي دي.
ملګري ملتونه: غزه کې قحطي جنګي جرم بلل کېدای شي
له میاشتو میاشتو خبرداریو وروسته، د ملګرو ملتونو په مرسته جوړ شوي رپوټ کې داسې شمېرې او شواهد په ډاګه شوي چې غزه کې بشري کړکېچ د انسانانو له خوا پر جوړې شوې قحطۍ بدلېدونکې ده. په دغه رپوټ کې پر اسرائیلو فشار راوړل شوی چې د غزې ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره خپل قانوني مسوولیت تر سره کړي. په رپوټ کې دا غوښتنه هم شوې، چې بشري مرستو ته اجازه ورکړي چې اړو خلکو ته ورسوي. د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو تر ټولو مهم چارواکي ولکر ټورک له بيبيسي سره په خبرو کې وویل، اسرائیلو ته ډېره ملامتیا مخامخ ده او "د منلو وړ" داسې شواهد شته چې اسرائیل قحطي د غزې جګړه کې د وسلې په ډول کاروي.
د امریکا اېلېنوی کې د چړې برید؛ ۴ کسان وژل شوي ۵ ټپيان دي
د امریکا متحدو ایالتونو په اېلېنوی ایالت کې یوه سړي د چړې په وسیله برید کې لږترلږه ۴ کسان وژلي او ۵ نور ټپيات کړي دي. په ټپيانو کې د یوه تن روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی. د راکفورډ سیمې پولیس وايي دا پېښه پر یوه کور له برید وروسته شوې. پولیسو ویلي پر کور برید په فلورانس سړک شوی، خو کسان بېلابېلو سیمو کې په چړو وهل شوي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان: افغانستان کې ناوړه اقتصادي وضعیت ښځې او ماشومان ډېر اغېزمن کړي
د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالو نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ګڼو افغانانو عاید یا کم شوی او یا هم له مینځه تللی دی. د دې سازمان په وینا په دغسې حالاتو کې زلزلو او له ګاونډي هېواد پاکستان نه په اجباري ډول د افغانانو ایستلو وضعیت لا پسې خراب کړی چې تر ټولو ډېر زیان یې ښځو او ماشومانو ته رسېدلی دی.
مجاهد: پاکستاني طالبان له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې هلته جګړه کوي، نو پاکستان کې د ناامنۍ پړه دې پر افغانستان نه اچول کېږي
افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرکزي ویاند وايي، د پاکستان د طالبانو غورځنګ له تېرو شلو کلونو راهیسې په پاکستان کې دی او د پاکستاني حکومت پر وړاندې جګړه کوي، نو پاکستان کې د ناامنۍ پړه دې پر افغانستان نه اچول کېږي. ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې کړې چې پرون یې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي و، پاکستان کې د کېدونکو ترهګریزو پېښو سرچینه په افغانستان کې ده. ښاغلي مجاهد بي بي سي ته په استولي پیغام کې وايي دا راز څرګندونې د پاکستاني حکومت د پاتې راتګ د پټولو یوه هڅه ده.
له مسکو برید وروسته په روسیې کې د منځنۍ اسیا له کډوالو کارګرو سره د تاوتریخوالي رپوټونه ورکړل شوي
د مسکو په کاراکاس تالار کې د جمعې ورځې له خونړي برید وروسته په روسیه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو کډوالو پر ضد د تاوتریخوالي، وهلو، ټکولو او توکمیز تبعیض پېښو رپوټونه ورکړل شوي دي. د یادونې ده، چې د روسیې ودانیزو چارو، ټرانسپورټ او توکو پېر او پلور بازارونو کې د کارګرو پاموړ شمېر له منځنۍ اسیا ورغلي کارګران دي. دا کارګران وار له مخه په خورا لوړه کچه له تبعیض سره مخامخ دي.
ځانګړي مطالب
ویډیو, 'له ځغاستې ستړی شوی یم'موده, 1,06
هوا ته پنډوسکي اچول او بیا نیول چې د جګلېنګ او جاګېنګ مرکب نوم لوبه ده، له لسیزو راهیسې روانه ده او په راتلونکې جولای میاشت کې د امریکا ویسکانسن ایالت کې د نړۍ اتلولي جوړېږي.
افغانستان کې د سویډن کمېټې د فعالیتونو تړل د معلولینو پر ژوند څه اغېز لري؟
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د فعالیتونو د بندولو له کبله ډېری معلولیت لرونکي کسان د دغې ادارې د بیارغونې له چوپړونو بې برخې شوي دي. د بدن د مصنوعي غړو په ځانګړې توګه د مصنوعي پښو جوړول، د ړندو او کڼو لپاره ځانګړې روزنه، د ماشومانو د رواني ناروغیو درملنه او زدکړه، د نويو زیږېدلو ماشومانو ، چې په جسمي لحاظ نيمګړي (سوء شکل) ولري درملنه د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د دغې کمیټې له مهمو فعالیتونو وو.
د غزې ۱۲ کلنه یتیمه: د ورور په مرګ مې ځان ته هم مرګ وغوښت
د ۱۲ کلنې المی ټولنه کورنۍ د اسرائیلو بمبارۍ کې ووژل شوه، یوازې المی له کنډوالو ژوندۍ راوایستل شوه. دا وايي پۍخوری ورور یې په داسې حالت کې مړ وموند چې خپل ځان ته یې هم مرګ وغوښت.
ډېره توده هوا میندواره مېرمنو ته تاوان رسوي، "پر نس ماشوم یې د مرګ خطر سره مخ کوي"
په هند کې په یوه تازه څېړنه کې په ډاګه شوې چې په ډېره ګرمه هوا کې کار کوونکې میندواره مېرمنې دوه برابره ډېرې تر زېږون مخکې د ماشوم د مړينې او یا د حمل د ضایع کېدو له خطر سره مخ کېدلی شي. په دې تازه تحقیق کې همدا راز جوته شوې چې حامله ښځې تر هغه څو چنده ډېرو خطرونو سره مخامخ کېږي چې تر اوسه یې خلک تصور کولای شي.
د مصنوعي ځیرکتیا په مټ هغه سرطانونه تشخیص شول چې د ډاکټرانو له سترګو پټ پاتې شوي وو
د مصنوعي ځیرکتیا یوه وسیله، چې د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې لخوا ازمول شوې په بریالیتوب سره په ۱۱ مېرمنو کې د سینې سرطان کوچنۍ نښې وموندلې، چې د ډاکټرانو له سترګو پټې پاتې شوې وې. دا وسیله، چې د میا په نوم یادیږي، د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې کلینیکونو په ګډه د ۱۰،۰۰۰ ښځو اېکسرې یا د تیونو کمپيوټري انځورونه واخیستل او مصنوي ځېرکتیا باندې یې وارزول.
نيمه نړۍ
افغانستان
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۲۸ مارچ ۲۰۲۴, ۳۰،۰۰ موده
له بي بي سي دا خپرونه اورئ
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۸ مارچ ۲۰۲۴, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۲۸ مارچ ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سهارنۍ خپرونه, ۰۳:۰۰, ۲۸ مارچ ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي اورئ
ځانګړې پاڼه
ويډيویي رپوټونه او مرکې
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.