BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د پولنډ لومړی وزیر: جګړه رښتینی خطر دی، اروپا چمتووالی نه لري
د پولنډ لومړي وزیر ډونلډ ټوسک په زغرده خبرداری ورکړی چې اروپا له جګړې مخکې دورې ته ننوتې ده او دا چې که اوکرایین د روسیې لخوا مات شي، نو په اروپا کې به هېڅوک ځان خوندي احساس نشي کړای. هغه اروپايي رسنیو ته ویلي "نه غواړم چې څوک ووېروم، خو جګړه نور د تېر وخت مفهوم نه دی... دا واقعیت دی او څه باندې دوه کاله مخکې پیل شوی."
سوریه کې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې نږدې ۴۰ کسان وژل شوي دي
د سوریې حلب ښار ته نږدې په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۳۶ کسان وژل شوي دي. د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان وايي، بریدونه د حلب نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د ایران له ملاتړه د برخمنې لبنانۍ وسله والې ډلې 'حزبالله' د وسلو پر زېرمتونونه شوي دي. دغه سازمان زیاتوي چې لسګونه کسان ټپي شوي هم دي. رویټرز خبري اژانس بیا د ۳۸ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د پاکستان ملي هوايي شرکت (پي ای اې) د جوړولو پر ځای ولې پلورل کېږي؟
د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب وايي، د دغه هېواد د ملي هوايي شرکت (PIA) د خصوصي کولو په برخه کې "ښه پرمختګ" شوی دی. له تېرو څو کلونو راهیسې د پي ای اې د خصوصي کولو هڅې روانې دي، خو په وروستیو کې د هوایی شرکت مدیرانو له خوا د خصوصي کولو لپاره د تنظیم پلان تصویب کړ، چې دا یو نوی پرمختګ دی.
د عدالت نړیوالې محکمې اسرائیل ته امر کړی، چې غزې ته د خوړو او طبي مرستو رسېدو ته اجازه ورکړي
د عدالت د نړیوالې محکمې قاضیانو په یوه خوله اسرائیل ته امر کړی چې په غزه کې د قحطۍ مخنیوي لپاره له خنډ پرته غزې ته د مرستو رسېدو اجازه ورکړي. د عدالت نړیوالې محکمې (ای سي جې) په امر کې ویل شوي اسرائیل باید ''له ځنډ پرته'' داسې اقدمات وکړي، چې د بشري مرستو لپاره اړین اړتیا وړ توکي او خدمات هلته ورسېږي. د یادې محکمې له لوري دا امر له هغه خبرداري وروسته شوی، چې پکې ویل شوي، کېدای شي په څو راتلونکو اونیو کې غزه کې قحطي خپره شي.
د طالبانو حکومت د روغتیا له نړیوال سازمانه د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون په جوړولو کې همکاري غوښتې
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د یوه مجهز روغتون د جوړولو په برخه کې د روغتیا له نړیوال سازمان او نورو بنسټونو نه د همکارۍ غوښتنه په هغې غونډې کې وکړه چې د انټرنېټ له لارې ترسره شوه.
یوه روسۍ شبکه، چې 'ځینو اروپايي سیاستوالو ته یې پیسې ورکولې' لمنځه وړل شوې
د بېلابېلو هېوادونو چارواکي وايي، د پروپاګند یوه داسې شبکه ماته شوې ده، چې ''د روسیې ملاتړ ورسره وو.'' چارواکي وايي، دې شبکې د اوکرایین پر ضد پروپاګند کاوه او یو شمېر نامعلومو اروپايي سیاستوالو ته یې پیسې ورکولې. پلټونکي وايي، دې شبکې د اروپا غږ مشهوره وېبپاڼه سیاستوالو ته د پیسو ورکولو لپاره کاروله.
بيبيسي تاجکستان کې د مسکو برید د یوه تورن تاجکستاني کلي ته ورغلې
هغه څلور تاجکستانیان د یکشنبې په ورځ محکمې ته وړاندې شول چې مسکو ته څېرمه په کراکاس کنسرټونو تالار باندې شوي خونړي برید کې په لاس لرلو تورن دي. شمس الدین فریدوني، دلیردژون میرزایف، سید اکرمي مرادعلي رجب زاده او محمد صابر فایزوف په داسې حال کې محکمې ته وړاندې شول چې پر څېرو د سختې شکنجې نښې له ورایه ښکارېدې. په مسکو کې د جمعې ورځ په یاد ډله ییز برید کې چې مسوولیت یې داعش ډلې منلې، ۱۳۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
ځانګړي مطالب
ویډیو, 'له ځغاستې ستړی شوی یم'موده, 1,06
هوا ته پنډوسکي اچول او بیا نیول چې د جګلېنګ او جاګېنګ مرکب نوم لوبه ده، له لسیزو راهیسې روانه ده او په راتلونکې جولای میاشت کې د امریکا ویسکانسن ایالت کې د نړۍ اتلولي جوړېږي.
افغانستان کې د سویډن کمېټې د فعالیتونو تړل د معلولینو پر ژوند څه اغېز لري؟
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د فعالیتونو د بندولو له کبله ډېری معلولیت لرونکي کسان د دغې ادارې د بیارغونې له چوپړونو بې برخې شوي دي. د بدن د مصنوعي غړو په ځانګړې توګه د مصنوعي پښو جوړول، د ړندو او کڼو لپاره ځانګړې روزنه، د ماشومانو د رواني ناروغیو درملنه او زدکړه، د نويو زیږېدلو ماشومانو ، چې په جسمي لحاظ نيمګړي (سوء شکل) ولري درملنه د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د دغې کمیټې له مهمو فعالیتونو وو.
د غزې ۱۲ کلنه یتیمه: د ورور په مرګ مې ځان ته هم مرګ وغوښت
د ۱۲ کلنې المی ټولنه کورنۍ د اسرائیلو بمبارۍ کې ووژل شوه، یوازې المی له کنډوالو ژوندۍ راوایستل شوه. دا وايي پۍخوری ورور یې په داسې حالت کې مړ وموند چې خپل ځان ته یې هم مرګ وغوښت.
ډېره توده هوا میندواره مېرمنو ته تاوان رسوي، "پر نس ماشوم یې د مرګ خطر سره مخ کوي"
په هند کې په یوه تازه څېړنه کې په ډاګه شوې چې په ډېره ګرمه هوا کې کار کوونکې میندواره مېرمنې دوه برابره ډېرې تر زېږون مخکې د ماشوم د مړينې او یا د حمل د ضایع کېدو له خطر سره مخ کېدلی شي. په دې تازه تحقیق کې همدا راز جوته شوې چې حامله ښځې تر هغه څو چنده ډېرو خطرونو سره مخامخ کېږي چې تر اوسه یې خلک تصور کولای شي.
د مصنوعي ځیرکتیا په مټ هغه سرطانونه تشخیص شول چې د ډاکټرانو له سترګو پټ پاتې شوي وو
د مصنوعي ځیرکتیا یوه وسیله، چې د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې لخوا ازمول شوې په بریالیتوب سره په ۱۱ مېرمنو کې د سینې سرطان کوچنۍ نښې وموندلې، چې د ډاکټرانو له سترګو پټې پاتې شوې وې. دا وسیله، چې د میا په نوم یادیږي، د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې کلینیکونو په ګډه د ۱۰،۰۰۰ ښځو اېکسرې یا د تیونو کمپيوټري انځورونه واخیستل او مصنوي ځېرکتیا باندې یې وارزول.
نيمه نړۍ
افغانستان
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبر او نظر, ۱۶:۳۰, ۲۹ مارچ ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۲۹ مارچ ۲۰۲۴, ۳۰،۰۰ موده
له بي بي سي دا خپرونه اورئ
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۹ مارچ ۲۰۲۴, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۲:۰۰, ۲۹ مارچ ۲۰۲۴, ۱،۰۰،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
تازه خبرونه واورئ
ځانګړې پاڼه
ويډيویي رپوټونه او مرکې
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.