BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • اوکرایین

    امریکا په پټه اوکرایین ته اوږد واټنه توغندي ورکړي

    امریکايي چارواکو تایید کړې چې د اوکرایین پوځ د ورسیې خلاف جګړه کې د هغو اوږد واټنه توغندیو کارول پیل کړي چې روانه میاشت په پټه امریکا ورکړي دي.‌ دا توغندي‌ په هغې ۳۰۰ میلیون ډالري مرستندویه ټولګه کې شامل وو، چې ولسمشر 'جو بایډن' مارچ میاشت کې تصویب کړې وه. د رپوټونو له مخې اوکراییني ځواکونو دغه توغندي تر دې دمه کرایمیا ټاپو وزمه او بېردیانڅک ښار کې د روسي اهدافو خلاف کارولي دي.‌

  • afghan school girls

    ملګري ملتونه: افغانستان د نجونو د هیلو په هدیره بدل شوی

    ملګري ملتونه وايي، داسې حال کې چې نړۍ د نجونو مالوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختللي ګامونه اخلي، خو "افغانستان د نجونو لپاره د هیلو په هدیره بدل شوی دی."

  • وروستیو بارانو او سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې زیانونه اړولي. ارشیف تصویر

    د افغانستان ۲۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د طبیعي افتونو له امله زیانمن شوي شاوخوا پنځوس سلنه خلک د افغانستان د سویلي او ختیځو ولایتونو اوسېدونکي دي. دا اداره وايي دا ارزونه یې د کډوالو نړیوالې ادارې ای او ایم، سرې میاشتې ټولنې، طالبانو حکومت کې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، ملي او نړیوالو نادولتي موسسو د معلوماتو پر بنسټ کړې

  • د بښنې نړیوال سازمان

    د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې خلک د بشري ناورین او ناوړه اقتصادي وضعیت په منځ کې ژوند کوي

    د بښنې نړیوال سازمان په دې تازه رپوټ کې د افغانستان شته حالات او هغه ستونزې چې دا مهال افغانان ورسره مخ دي ، په څو ځانګړو برخو وېشل شوي. د رپوټ په سر کې د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو یادونه شوې چې هر یو یې په خپل وار په ستونزو کې راګېر افغان وګړي ننګوي.

  • افغانستان

    ظاهر او باطن

  • ډیجیټلي پیسې

    ډیجیټلي پیسې؛ افغانستان کې له ګڼو بندیزونو سربېره لا هم خلک پرې تېر ایستل کېږي

    افغانستان کې د کرېپتو کرنسۍ یا ډجیتل /آنلان پیسو پر راکړې ورکړې د طالبانو له بندیز سربېره، یو شمېر خلک اوس هم د انټرنېټ له لارې د دغو پیسو راکړه ورکړه کوي. د قانوني چوکاټ، ملاتړ د نشتوالي او د دغه کارو بار په اړه د پوهې د کموالي له امله ځینو پکې خپله په سختۍ ګټلې پانګه هم بایللې ده.

  • افغانستان

    شمالي وزیرستان ته د انس حقاني تګ؛ څه ډول تللی و او موخه یې څه وه؟

    د تېر کمکي اختر ورځو کې (د ۲۰۲۴ اپرېل) شمالي وزیرستان ته د انس حقاني "نارسمي سفر" په افغانستان او پاکستان دواړو کې غبرګونونه پارولي دي.‌ ښاغلی حقاني د طالبانو حکومت کې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ورور دی. نوموړی د طالبانو حکومت کې د هغه کمېسیون غړی هم دی چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته له افغانستانه د وتلو سیاستوالو او حکومتي چارواکو د بېرته ورستنولو لپاره جوړ شوی دی.

  • پاکستان ایران

    امریکا: ښايي پر هغو هېوادونو بندیزونه ولګول شي چې له ایران سره سوداګري کوي

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران او پاکستان تر منځ د زیاتېدونکو اړیکو په تړاو غبرګون ښودلی دی. امریکا هغو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې له ایران سره سوداګري کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل یوې خبري غونډې ته وویل، دې ټکي ته پام مهم دی، پر هغو هېوادونو چې له ایران سره سوداګري کوي، ښايي بندیزونه پرې ولګول شي.

ځانګړي مطالب

نيمه نړۍ

افغانستان

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۵ اپریل ۲۰۲۴, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۲۵ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    ځانګړې پاڼه

    ويډيویي رپوټونه او مرکې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    پښتونخوا

    نړۍ

    لوبې

    روغتیا

    اقتصاد

    ساینس او ټېکنالوژي

    هنر او ادب

    بي‌بي‌سي پښتو پر خواله رسنیو:

    ډېر لوستل شوي